یکشنبه ۳۱ زمری ۱۴۰۰
د ملي پراختیا شرکت اداري ناسته دعمومي اجراییوي رئیس عبدالرحمن عطاش،مرستیالانو،مشاورینو او بیبلابیلو ادارو رئیسانو په ګډون ترسره شوه .
په دغه ناسته کې د رهبرۍ دعمومي رئیس او ګډونوالوترمنځ دبیلابیلوادارو پر مسؤلیتونواو دندو باندې هراړخیز بحث ترسره شو او اړونده مسؤلینوته سپارښتنه وشوه ؛ ترڅو خپل فعالیتونه او ترکارلاندې پروژې دهیواد په بیلابیلوبرخوکې په پوره ډاډ سره پیل کړي.
همدارنګه دغونډې ګډونوالو د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ ته ډاډ ورکړچې په نږدې راتلونکي کې به په ټول هیواد کې خپل فعالیتونه په بشپړ قوت او لیوالتیا سره بیرته پیل کړي.
غونډه په ټول هیواد کې د سرتاسري سولې ټینګښت اود هیواد پرمختګ لپاره د دعا یې په لوستلو پای ته ورسیده.