بلخ ولایت ته د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري معین فضل الباري فضلي او تخنیکي ټیم د قوش تېپې کانال پروژې له چارو د لیدنې ترڅنګ د ځایي مسوولینو کړنې وستایلې او هم یې ورته د دې پروژې د چارو د لا چټکۍ لپاره اړینې لارښوونې وکړې.
د یا دولو وړ دی، اوس مهال په دې کانال کې ۱۸۰ قرادادي شرکتونه او ۱۶۷۵ ماشینري په کار بوخت او د کانال ۱۵ فیصده چارې پرمخ تللې دي، چې دا چارې د یو قوي تخنیکي ټیم پرمټ تطبیق او څارل کېږي.