سه شنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۰
دملي پراختیا شرکت په وړاندیز او دجمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ، ریاض الدین شریفي د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او تجارتي مرستیال په توګه پرد نده وګمارل شو.
هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه په کې د ملي پراختیا شرکت رییسانو اود بیلابیلو څانګو مسؤلینو برخه اخیستې وه، په پیل کې د ملي پراختیا شرکت مالي اواداري مرستیال داکتر ضیاءالله شفیق د ښاغلي شریفي ګمارنه پرځای ګام وباله وې ویل د نوموړي ګمارنه به وکولی شي د شرکت د موخو په ترلاسه کولو او د کارکوونکو ترمنځ همغږي او مؤثریت پیاوړی کړي.
بل لوري ته د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې تخیکي مرستیال وحید رحمدل، ښاغلي شریفي ته دمبارکۍ ترڅنګ هغه یو پیاوړی مدیر یاد کړ او دملي پراختیا شرکت او جمهوري ریاست عملیاتي ادارې ترمنځ یې پرلا ښې همغږۍ ټینګار وکړ.
په پای کې ریاض الدین شریفی د ولسمشر اود ملي پراختیا شرکت له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې پر ده یې باور وکړ؛ نوموړي ژمنه وکړه چې د ملي پراختیا شرکت موخو ته د رسیدو په برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
ریاض الدین شریفي دماسترۍ ترکچې لوړې زده کړې کړي او له بیلابیلو مدیریتي تجربو څخه برخمن ده. هغه مخکې له دې د غوري سمنټو فابریکې د سرپرست او د شمال د ډبرو سکرو کان د رییس په توګه دنده ترسره کړې.