د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش، چې تخنیکي پلاوي او د اروزګان ولايت ځايي مسوولينو یې ملتیا کوله د اغا جان بند د تفصیلي مطالعاتو او جيوتخنيک له روانو چارو څخه د لېدنې په موخه د ياد ولایت چنارتو ولسوالۍ ته سفر وکړ.

په دې سفر کې یاد پلاوي د بند له سیمې، د جيوتخنيک له روانو چارو له نږدې لیدنه وکړه او د ملي پراختیا شرکت محترم اجرائیوي رئیس ډاډ ورکړ، چې د تفصیلي مطالعاتو او جیوتخنیک له چارو څخه وروسته به د بند د ډیزاین چارې هم پيل شي.

دغه راز د اروزګان ولایت سیمه‌ییزو چارواکو او ولسونو له مرکز څخه د راغلي لوړپوړي پلاوي هرکلی وکړ او د پروژې د بریالیتوب لپاره یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.