د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش او مل تخنيکي ټیم له پروژو څخه د لیدنو په لړ کې دا ځل د جبل السراج د سمنټو فابریکې له چارو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي عطاش د فابریکې سمنټو له تولید او د دې فابریکې له شنې سیمې څخه د لیدنې پرمهال خوښي څرګنده کړه او مسؤلینو ته یې د چارو د پرمخ وړلو لپاره لازمې لارښونې وکړې ترڅو په چارو کې له دقت او اړینې توجه څخه کار واخلي.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د جبل السراج سمنټو له فابریکې څخه د لیدنې پرمهال زیاته کړه، د فابریکې شاوخوا د شنې او زرغونې سیمې جوړول اړین او خورا ځانګړی اهمیت لري او هم یې د فابریکې مسؤلینو ته دنده وسپارله ترڅو د شنې سیمې پر پراختیایي طرحې کار وکړي.
د یادولو وړ دی، چې د جبل السراج د سمنټو فابریکه په ورځ کې له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ ټنو پورې سمنټ تولیدوي او د هېواد دننه بازارونو ته یې وړاندې کوي.