چهارشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰
دملي پراختيا شرکت عمومي اجراييوي رييس عبدالرحمن عطاش نن د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، سره د مالیې په وزارت کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ولایتي محاکمو جوړولو په ملاتړ، د دارالامان په اداري کمپلکس کې د سترې محکمې مرکزي ودانۍ او قضات استوګنیزو بلاکونو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په دې ناسته کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرايیوي ريیس د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم په پام کې نیولو سره د یادو پروژو د ملاتړ غوښتونکی شو. د مالیې وزارت سرپرست دوی ته ډاډ ورکړ، چې د یادو پروژو ملاتړ به د هیواد نافذه قوانینو او مالي امکاناتو ته په کتو سره په پام کې نيسي.