د ملي پراختیا شرکت پلازمینه کابل کې د اورښت اوبو د مدیریت پروژې انجنیرانو، فورمینانو، اداری اوصحی کارکونکو ته د ماینونو د خطرونو د پوهاوي یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ او ترسره کړ.
دا ورکشاپ چې نن سه شنبه د وږي میاشتې په ۱۱مه نیټه د لوی جرګې په تالار کې ترسره شو، پکې د اورښت اوبو د مدیریت پروژې شاوخوا ۲۸۰تنه کارمندانو، انجنیرانو، سرکاریګرو او ګډونوالو ته د ماینونو، د هغې د ډولونو او د ماینونو له چاودنو د رامنځ ته کېدونکو خطرونو په اړه معلومات ورکړل شول چې هغوی به ېې بیا د کار په سیمه کې له کارګرو سره شریک کړي.
د دې ورکشاپ په پرانیسته کې د افغانستان د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ادارې رئیس محمد شفیق یوسفي، د ملي پراختیا شرکت د برنامو مرستیال نجیب الله شینواري او بشري سرچینو رییس عبدالفتاح مخلص او د بنايي شرکت مشر احمد جاوید اخلاص ترڅنګ د ملي پراختیا شرکت او ځینو نورو ادارو یوشمیر مسئولینو هم ګډون کړی وو.
د ماینونو د زیانونو او ګواښونو په اړه یاد ورکشاپ له هغې وروسته ورکول کیږي چې په وروستیو کې پلازمینه کابل کې د اورښت اوبو د مدیریت پروژې کارګر د خندقونو د کیندلو او کار په وخت کې د ماینونو له ګواښ او خطرونو سره مخ شول.
د دې ورکشاپ له لارې به هغه ۴۱زره کارګرو ته چې کابل کې د اورښت اوبو د مدیریت پروژه کې کار کوي او د پخوانیو په ځای پاتې ماینونو له خطرونو سره مخ دي، د ماینونو، د هغوی د خطراتو او د ځان خوندي کولو اړوند پوهاوی او معلومات ورکړل شي.