جمعه ۱۴وږی ۱۳۹۹
د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د ملي پراختیا شرکت د مسئولینو له لورې هغه دوه پروژې (جومات او ټولنیز صالون)چې کارونه ېې بشپړ شوي وو پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دا ودانیزې پروژې یوه ېې د مزار شریف په اتمه ناحیه کې د بي بي حنیفې په نوم جومات او بله ېې په دریمه ناحیه کې ټولنیزو صالون دی، چې تیره ورځ د ملي پراختیا شرکت تر چتر لاندې د بنايي ساختمانی شرکت د مشر احمد جاوید اخلاص لخوا، د پروژو د ځایي مسئولینو او ولایتي چارواکو په شتون کې پرانیستل شوې.
جومات له انګړ سره په ۱۵۰۰او ټولنیز صالون له انګړه سره په ۲۰۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې ودان شوی، چې هر یو به په یو وخت کې د نږدې ۱۰۰۰کسانو د ځاییدو وړتیا ولري.
په دواړو پروژو ودانیز کارونه د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ تیر کال د ملي پراختیا شرکت د بنايي ساختماني شرکت لخوا پیل شوي وو، چې په لوړ کیفیت او د نننیو معیارونو په پام کې نیولو سره پای ته ورسول شول.
دیادو پروژو له پرانیستو او د ملي پراختیا شرکت لخوا د نورو پروژو د پلې کیدو له څرنګوالي د مزار شریف ښار اوسیدونکي خوښ دي او وايي چې ددې پروژو په پرانیستو سره به ېې په اړوند برخو کې ستونزې تر ډيره بریده حل شي.