پنجشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰
هغه لیدنه چې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش ددې شرکت د څلورګونو ودانیزو ریاستونو له مرستیالانو، صکوکو مطبعې اود دارالامان اداري کمپلکس پروژو له مسؤلینوسره درلوده د پروژو پراوسني وضعیت او اهمیت خبرې وکړې، هغوی ته یې لارښوونه وکړه؛ ترڅو د یادو پروژو په تطبیق کې تخنیکي مسایل اوسرعت په پام کې ونیسي.
په دې لیدنه کې د پروژو مسؤلینو ژمنه وکړه چې د پروژو په تطبیق کې به د رهبرۍ سپارښتنې په بشبړه توګه عملي کړي.
د دارالامان اداري کمپلکس او صکوکو مطبعې پروژې له مهمو پروژو څخه شمیرل کیږي چې په بشپړیدو سره به یې د هیواد والو ډیرې ستونزې هوارې شي.