د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل، نیمروز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، چې د بنایي ودانیز ریاست رئيس عبدالله احمدزي، افغاني ودانیز ریاست رئیس عبدالقادر متین، نظارت ریاست رئیس عبدالسمېع میرخېل او تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله د کمال خان بند له ترکو او افضل کلا کانالونو له روانو چارو څخه لیدنه وکړه.
مولوي عبدالولي عادل د دې پروژې له چارو څخه د لیدنې ترڅنګ د ځایي مسؤلینو ستونزې واورېدې او د حل د ډاډ ترڅنګ یې په خپلو خبرو کې د کمال خان بند ترکو او افضل کلا کانالونه د هېواد ستره او حیاتي پروژه یاده کړه او مسؤلینو ته یې د چارو د لا ښه تطبیق په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د یادولو وړ دی، چې د کمال خان بند د ترکو او افضل کلا کانالونو کیندل د هېواد په جنوب لوېدیز کې د ملي پراختیا شرکت له سترو پروژو څخه ده، چې چارې یې اوس مهال له ۹۰ سلنې څخه ډېرې بشپړې شوي دي.