یګشنبه ۹ غبرګولی ۱۴۰۰
نن دیو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې جاوید اخلاص دپلازمینې زون دپراختیایي ادارې تخنیکي مرستیال په توګه خپله دنده پیل کړه.
هغه غونډه چې په همدې موخه د پلازمینې زون پراختیایي ادارې د فتر کې جوړه شوې وه د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال ضیاالله شفیق، د پلازمینې زون پراختیايي ادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري او د پلازمینې زون او ملي پراختیا شرکت بیلابیلو ادارو رییسانو ګډون کړی وو.
په پیل کې دملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال ډاکټر ضیااالله شفیق، دجاوید اخلاص ګمارنه پرځای ګام وباله او هغه یې یو پاک نفسه او ژمن انسان یادکړ.
نوموړي د ملي پراختیا شرکت او پلازمینې زون پراختیایي اداره د یوې سکې دوه مخونه یاد کړل او زیاته یې کړه چې ددې ادارو ترمنځ ښې اونږدې اړیکې ددې لامل ګرځیدلي چې ټولې پرمختیایي چارې په پوره دقت او ایماندارۍ سره پرمخ لاړې شي.
ورپسې د پلازمینې زون د پراختیایي ادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري جاوید اخلاص ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل: “داچې د یوې ادارې کړنې د درې اوصولو پربنسټ ولاړې وي چې هغه چټکتیا، روڼتیا او کیفیت ده؛ په عمل کې یې ثابته کړو چې له نیکه مرغه دغه وړتیا زه په ښاغلی اخلاص کې وینم”.
وروسته د ملي پراختیا شرکت د کورجوړونې رییس انجینر محمد میرویس ارغندیوال د اخلاص ګمارنه یو نیک اقدام اوهغه يې ددي پوسټ لپاره یو ژمن او مناسب کس یاد کړ.
په پای کې ښاغلي جاوید اخلاص د لنډو خبرو په ترڅ کې له ټولو راغلو ګډونوالو څخه د راتګ او له ولسمشر څخه مننه وکړه چې پرده یې باور وکړ نوموړي وویل: ” له خپل خدای، ولس او ناستو ګډونوالو سره ژمنه کوم چې په پوره اخلاص او هلوځلو به خپلې خاوري او لس ته خدمت کوم”.
ښاغلی جاوید اخلاص له بیلابیلو مدیریتي تجربو څخه برخمن ده، نوموړي دملي پراختیا شرکت کې د بنایي ودانیز او نظارت ریاستونو کې دندې ترسره کړي دي.