د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، چې د دې شرکت د ریاستونو یو شمېر مسؤلینو او تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله د غوري سمنټو له فابریکو څخه لیدنه وکړه او د سمنټو تولید د لا ښه کېدو لپاره یې مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د غوري سمنټو له فابریکو څخه د لیدنې پرمهال اړونده مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، تر څو په پوره رېښتینولۍ خپلې چارې پرمخ یوسي او هم د سمنټو د تولید کیفیت او سرعت ته جدي پاملرنه وکړي.
د یادولو وړ دی، د غوري سمنټو فابریکې په هېواد کې د سمنټو د تولید سترې فابریکې دي، چې اوس مهال په ورځ کې ۶۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي او د هېواد دننه بازارونو ته یې وړاندې کوي.