د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل په شتون کې د دې شرکت د ۱۷ بېلا بېلو خالي بستونو لپاره له ۱۷۳ تنو څخه آزموینه واخیستل شوه.
د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل د آزموینې ګډونوالو ته وویل: د خوښۍ ځای دی، چې اوس مهال ملي پراختیا شرکت د هېواد په سطحه سترې او ملي پروژې پرمخ وړي او موږ تل هڅه کړې تر څو په دې سترو پروژو کې د کارکوونکو د جذب پروسه د آزادې سیالۍ له لارې په خورا رونټیا پرمخ یوسو.
نوموړي زیاته کړه، تاسو ډاډه او مطئن اوسئ، دا پروسه رڼه او شفافه ده او حق به حقدار ته رسېږي.
د یادولو وړ دی، ملي پراختیا شرکت تر دې وړاندې هم په سلګونو کسان د آزادې سیالۍ له لارې د دې شرکت په بېلا بېلو برخو کې په دندو ګمارلي دي.