چهارشنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۰
د ملي پراختیا شرکت او افغان تیلې کام مخابراتي شرکت رهبري پلاوي ترمنځ د نویو رغول شویو ښارګوټو لپاره دانټرنیټي خدمتونو چمتوکولو په موخه ګډه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال ضیاءالله شفیق، د دفتر رییس رفیع الله عزیزي، دملاتړې ادارې ریس عبدالفتاح مخلص، د کورجوړونې تخنیکي مرستیال ناصرجمال اود افغان تیلې کام مخابراتي شرکت عمومي رییس محمد فواد انورزي ګډون کړی وو.
د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال ضیاالله شفیق په نویو جوړو شویو ښارګوټوکې دانټرنیټي خدمتونو له چمتوالي خبر ورکړ وې ویل له افغان تیلې کام مخابراتي شرکت سره به ترهراړخیز تړون وروسته، دغو ښارګوټو کې انټرنیټي خدمتونه فعاله شي.
بل خوا د افغان تیلې کام مخابراتي شرکت عمومي رییس د انټرنیټي خدمتونو فعالولو ته چمتوالی وښود او ژمنه یې وکړه چې له نهایي تړون وروسته به په دغو ښارګوټو کې غوره انټرنیټي خدمتونه چمتو کړي.
په ښارګوټوکې د انټرنیټي خدمتونو موضوع په داسې حال کې مطرح کیږي چې همدا مهال د ملي يراختیا شرکت کورجوړونې ودانیز ریاست له لوري د دریو ښارګوټو (لاله، سنایي غزنوي او بګرامیو) د جوړیدو کارونه روان دي چې ټاکل شوې ترڅو راتلونکو میاشتو پورې د سنایي غزنوي ښارګوټي کارونه بشپړ اوګټې اخیستنې ته وسپارل شي.