پنجشنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۰
د ملي پراختیا شرکت، مالي او اداري معاونیت د ملاتړ ادارې ریاست له لوري د وادنیزو پروژو مدیریت تر نامه لاندي یو ورځنی سیمینار ددي شرکت انجینرانو ته په لاره واچول شو.
د ملي پراختیا شرکت ملاتړې ادارې رییس عبدالفتاح مخلص دغه ډول سیمینارونه د ظرفیت لوړونې په برخه کې مهم وبلل زیاته یې کړه ” مونږ هڅه کوو ترڅو هغه پروژې چې ددې شرکت له لوري تطبیق کیږي معیاري او د اوسني عصر مطابق وي او دا به هغه وخت شونې وي چې مونږ په دې شرکت کې ژمن او مسلکي کدرونه ولرو”.
وروسته د سیمینار وړاندې کوونکي انجینر نوید احمد رباني د رهبرۍ او پروژو مدیریت پرلارو چارو ګډونوالوته معلومات وړاندې کړل.
دغه راز د ملي پراختیا شرکت د ظرفیت لوړونې مسوول روح الله محمدي ددغه سیمینار موخه د کار کوونکو ظرفیت لوړول او په کم وخت او لږ لګښت سره د ودانیزو پروژو مدیریت او پاي ته رسول یاد کړل.
دغه سیمینار په داسې حال کې ترسره شو چې مخکې له دې هم ملي پراختیا شرکت ورته برنامې د کارکوونو د ظرفیت لوړونې په موخه په لاره اچولې دي.