یکشنبه ۸ وری ۱۴۰۰
د ملي پراختیا شرکت اړوند ننګرهار کانال شرکت د ۹۱ تنو متقاعدو کارکوونکو په ویاړ ستاینغونډه او مخه ښې مراسم ترسره شوه.
پدغو ۹۱ تنو کې ۷۴ تنه کارګر او ۱۷ تنه مامورین شامل دي د خپل خواږه عمرزیاته برخه يې د کانال ادارې ساتنې، پالنې او غوړېدا ته کار کړی او خپله خوږه ځواني يې په کې تېره کړې.
ننۍغونډه چې د ننګرهار کانال شرکت ریاست انګړ کې جوړه شوی وه ددغې شرکت سرپرست او مرستیال انجنیر ذبیح الله فضلي وویل: ستاسې له برکته نن د ملي پراختیا شرکت اړوند ننګرهار کانال شرکت ۵۵ زره جریبه ځمکه په واک کې لرو، دغه شرکت به ستاسې کړي خدمتونه هېڅکله هېر نه کړي او ستاسو مشورو او پلانونو ته به د عمل جامه ورپه تن کړي.
د متقاعدو مامورینو په استازولۍ د ننګرهار کانال شرکت متقاعد منابع بشري مدیر هدایت الله او د متقاعدو کارګرو په استازولۍ ګل داد خان خبرې وکړې او د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ او ننګرهارکانال شرکت ریاست نه يې مننه وکړه چې زموږ لپاره يې ستاینغونډه او مخه ښې مراسم ترتیب کړي وه، دوي زیاته کړه موږ به لدې وروسته هم خپل مشورې او نظرونه د کانال شرکت د بهبود لپاره د رهبرۍ او اړونده امریتونو سره شرېکوو.
د غونډه په پای کې پرمتقاعدو ۹۱ تنو کارکوونکو ستاینلیکونه وویشل شوه او د کارګرو اتحاديي له لوري د ننګرهارکانال شرکت سرپرست ته د اعزاز لونګۍ هم ورپه سر شوه.