ملي پراختیاشرکت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې (د پکتیکا ولایت د پلتوني بند پروژي د پلچکونو ودانېزو چارو په پار د مختلفو سایزونو په کچه ګول سیخ او (mm1) سیم د پيرلو، پورته کولو، لېږد او تخلیې لپاره د تخنیکي ځانګړتیاوو سره سم) اعلان ته وسپارې.
نو له همدې کبله، له ټولو شرایطو وړ لیوال شرکتونو څخه غوښتنه کیږي چې، د مناقصې په پروسه کې د ګډون لپاره د یادې شرطنامې یوه کاپي د ملي پراختیا شرکت له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي.
محترمو داوطلبانو ته لارښوونه کیږي چې خپل آفرونه د شرطنامې په شرایطو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر 17/10/1403، د سهار تر 10 بجو پورې، د ملي پراختیا شرکت د عامه اړیکو آمریت ته په سر پټې توګه تسلیم کړي.
د نرخ اخېستنې د غوښتنلیک ګڼه: NDC/HCC/W/03/652-74 – 1152
د حکم ګڼه: 3364
د حکم نیټه: 27/6/1403
د آفر تسلیمیدو نیټه: 17/10/1403
وخت: 10:00 بجی مخکې له غرمې
ځای: د ملي پراختیا شرکت د عامه اړیکو آمریت
پته: قصبه، 15 ناحیه، کابل
یادداښت: پرانیستل شوي او ناوخته رسېدلي آفرونه قابل د قبول نه دي.