د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبت الله آخندزاده حفظه الله له لوري د مولوي احمدجان احمدي په مشرۍ یو پلاوي، چې د مالیې وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند، اقتصاد وزارت سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف، چارو ادارې لوی ریاست رئیس شیخ الحدیت نورالحق انور، د افغانستان بانک لوی رئیس ملا هدایت الله بدري او تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله د ملي پراختیا شرکت له روانو چارو او راتلونکو پلانونو څخه هر اړخیزه ارزونه وکړه.
د غونډې په پيل کې ټاکل شوي پلاوي ته د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش له لوري د ښه راغلاست ترڅنګ د دې شرکت د کړنو او سترو پروژو اړوند معلومات ورکړل شول.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس وویل: ملي پراختیا شرکت د یو لوی امارتي شرکت په توګه د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او دا مهال یو شمېر سترې پروژې تر لاس لاندې لري، چې په پلي کېدلو سره به یې هېواد د ځان بسیاینې پر لور سوق کړي.
همدارنګه د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست د رئیس عبدالله احمدزي له لوري د غونډې ګډونوالو ته د ملي پراختیا شرکت د تېر درې نیم کلن مزل د کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه یو پرېزېنټېشن ترتیب شوی وو او د غونډې له ګډونوالو سره یې شریک کړ.
د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د ټاکل شوي پلاوي مشر مولوي احمد جان احمدي د ملي پراختیا شرکت د کړو کړنو او راتلونکو پلانونو له کتلو وروسته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: ملي پراختیا شرکت خپل ورسپارل شوي مسؤلیتونه په ښه ډول سرته رسولي او په ډېر کم وخت کې یې سترې لاسته راوړنې درلودلي دي، چې له ډلې یې د قوش تېپې کانال ستره او ملي پروژه د یادولو وړ ده.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د ملي پراختیا شرکت ته د قدر په سترګه ګوري او هیله ور څخه لرو، چې خپلې چارې تر دې هم په ښه ډول پرمخ یوسي تر څو وطن مو آباد او په ځان بسیا شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړي مشران وخت نا وخت د ملي پراختیا شرکت له چارو او پروژو څخه لیدنه کوي او د دې شرکت کړنې د هېواد د آبادۍ او ځان بسیاینې لپاره اغېزمنې بولي.