شنبه ۷ وری ۱۴۰۰
د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې د مچلغو بند ودانیز کارونه روان دي.
یاده پروژه د اماني دورې له ماستر پلانونو څخه وه، چې تېر کال د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه د ملي پراختیا شرکت لخوا د جموری ریاست عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ ودانیز کارونه یې پیل شول.
دا بند د ۵ میلیون متر مکعب اوبو د ساتنې ظرفیت لري، چې دا مهال یې ودانیز کارونه یې ۲۰ سلنه بشپړ شوي، همداراز په یاده پروژه کې ۲۷۰ کسان کار کوي.
مچلغو بند د هېواد یو ستر ملي او اقتصادي پروژو څخه دی، چې په جوړولو سره یې شاړې ځمکې خړوبه او په زرګونو کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.