سه شنبه ۲ وږی ۱۴۰۰
دملي پراختيا شرکت رهبري پلاوي پرون پکتیا ولايت احمد ابا ولسوالۍ مچلغو بند ته سفر کړی وو؛ ترڅو په دې سیمه کې دجوړيدونکي بند له څخه له نږدې لیدنه وکړي.
په دغه پلاوي کې دملي پراختيا شرکت اجراييوي رييس عبدالرحمن عطاش او د اسلامي امارت د پکتیا ولایت مؤسساتو مسؤل ګډون درلود.
ښاغلي عطاش د مچلغو بند انجينرانو ته د لازمو لارښونو په ترڅ کې وویل: چې ددې بند د جوړولو چارې باید چټکې او کارونه يې په ښه کیفیت سره پرمخ لاړ شي.
دغه بند ۲۶۰ متره اوږد والی ۲۸۰ متره سور ۴۷ متره لوړ والی چې د ۵،۳ میلیونه متر مکعب اوبو دذخیره کیدو ظرفیت لري او همدارنګه د اوبو اخیستو ساحه یې۶۶،۸۵ کیلو متره مربع ده.
ددغه مهم بند په جوړیدو سره به د ۲۹۳ کیلو واټه برق د تولید ترڅنګ ۲۳۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي.
د ویلوده، چې د مچلغو بند دجوړیدو چارې لومړی ځل د لومړني ولسمشر سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال پيل شوې، خو د کورنيو ستونزو له امله يې کارونه په هماغه پيل کې بیرته پاتې شول.