د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ د شوو ژمنو د پوره کېدو په لړ کې ننګرهار کانال شرکت خپلو درنو وطنوالو ته د سوچه ، خالصو او وطنې زېتونو تېلو، اچارو او اړونده نورو تولیداتو ترلاسه کونې لپاره د جلال آباد ښار په پښتونستان واټ کې رسمي مغازه پرانستله.
دغه مغازه له دریو کلونو ځنډ وروسته دوباره ننګرهار کانال شرکت فعاله کړه چې له دې مخکې د یو تن قراردادي له لوري يې چارې پرمخ وړل کېدی. درانه هېوادوال کولای شي چې د ننګرهار شرکت د رسمي مامور څخه دغه وطني، خالص او سوچه تېل او اچار د ټاکلي نرخ په بدل کې ترلاسه کړي.
ټاکل شوي نرخونه يې دادي.
۷۵۰ ملي لیتره د زیتونو تېلو یوبوتل په ۶۳۵ افغانۍ او ۵۰۰ ملي لیتره د زېتونو تېلو یو بوتل په ۴۲۵ افغانۍ، ۲۵۰ ملي لیتره د زېتونو تېلویو بوتل په ۲۱۵ افغانۍ ترلاسه کولای شۍ.
۵۰۰ ملي ګرامه د زېتونو اچارو یو بوتل په ۱۱۵ افغانۍ، ۳۱۴ ملي ګرامه د زېتونو اچارو یو بوتل ۷۰ افغانۍ ترلاسه کولای شۍ .