شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۰
دملي پراختیا شرکت د نورو فعالیتونو په دوام د ننګرهار وادي کرنیز ریاست اړوند ځمکوکې د ۱۰۰۰ په شاوخواکې د شنو خونو جوړولو هوډ لري، چې اوس مهال پر ۲۰۰ هغویې کار روان ده او تردې مهاله څه د پاسه ۶۲ شنې خونې جوړې اوګټې اخیستنې ته چمتوشوې دي .
دننګرهار وادي کرنیز ریاست مسؤلین وایي دوی هڅه کوي، چې ددې شنو خونو په جوړولو سره تولیدات لوړ او د بیکارۍ کچه راټیټه کړي.
اوسمهال دننګرهار وادي کرنیز ریاست دهډې فارم په شنو خونوکې د بادرنګو، رومي بادنجانو، دلمه مرچو او ټینډو حاصلات خرڅلاو ته تیارشوي،چې په وینا یې له دې شنو خونو څخه به په یوفصل کې څه دپاسه ۱۸ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شي .
دا په داسې حال کې ده چې په ملي پراختیا شرکت کې دننګرهار وادي کرنیز ریاست په مدغم کیدو سره، په یاد ریاست کې د پخوا په پرتله کارونه منظم،مسلکي،چټک اوبهتر شوي دي.