سه شنبه ۱۹ زمری ۱۴۰۰
د ملي پراختیا شرکت ننګرهار وادي کرنیز ریاست اړوند دهډې فارم عبدالخیلو بلاک کې په ۴۷۶ جریبه ځمکه کې د ستروسو او نورو میوه لرونکو ونو باغونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار وداي کرنیز ریاست مسؤلین وایي د عبدالخېلو بلاک باغونه چې پراخه تاریخي مخینه لري شاوخوا ۱۷۱ هکتاره ځمکه په واک کې لري خو د خپل منځي جګړو له امله تخریب شوې وه اوس د ملي پراختیا شرکت غواړي چې یاد بڼ د میوه لرونکو ونوپه کینولو سره جوړکړي.
دوي دغه برنامه د سیمې اوسیدونکو لپاره د کاري بوختیاوو په برخه کې پرځای ګام بولي چې په کې به لسګونه تنه بې روزګاره ځوانان په کار بوخت شي.
داپه داسې حال کې ده چې ملي پراختیا شرکت هوډ لري ترڅو د عبداخېلو بلاک کې دځانګړومیلمنو لپاره ودانۍ او یو نمونه یي بڼ چې هر ډول میوه لرونکې ونې به په کې وي هم جوړ کړي.