یکشنبه ۲۸ مرغومې ۱۳۹۹
په معیاري ډول د ودانیزو چارو د ترسره کیدو تر څنګ، د ملي پراختيا شرکت کرنیزې پراختیا ته هم ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي له خپلو اړوند کرنیزو ځمکو څخه ښه استفاده وکړي.
په همدۍ موخه د ملي پراختيا شرکت او د ننګرهار وادي کرنیز شرکت رهبرۍ او مسئولین لاس په کار شوي څو د ننګر هار کانال د زراعتي ځمکو ښه ساتنه او هلته له شته بڼونو، چې یو له هغوی څخه د خرماوو بڼ دی ښه پالنه وکړي.
دمګړۍ د خرماوو د حاصلاتو د لوړوالي او د ونو د امراضو او آفاتو د وقایې په موخه، ۳۰ تنه فني او مسلکي کارګرو د خرما په بڼ کې د ونو د بیخونو د نرمکارۍ، حېواني سرې د ورکړې، ګرده فشاني او انتقال او د خرما ونو د سمون لړۍ پېل کړې، چې د حاصلاتو په لوړوالې کې به کټوره واقع شي.
د یادونې وړر ده له کله چې د ننګرهار وادی کرنیز شرکت د ملي پراختیا شرکت اړوند شوی، په هره برخه کې ېې سمون راغلی او همداشان د خُرماوو حاصلات ېې هم څو چنده زیات شوي دي.