شنبې د 1399 د مرغومې 20 مه
د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ د ځانګړې پاملرنې وروسته د ننګرهار کانال شرکت په څلورګونو فارمونو کې د ونو د ښاخونو پرې کولو لړۍ پیل شوه.
دغه د ښاخونو پرې کول لړۍ به یو میاشت دوام وکړي, چې له امله به يې د ننګرهار کانال شرکت په څلورګونو فارمونو کې ۱۷۲۰ هکتاره کرل شوې ځمکه کې د زېتونو د ونو ښاخونه به پرې شي.
د ښاخونو پرې کول چې د اګروتخنیکي فعالیتونو له ډلې څخه مهم فعالیت دی په ګرمو سیمو کې باید په مني کې پیل شي، د ښاخونو پرې کولو له امله ونې ته وده او ښکلا ورکول کېږي، د ونې د لوړوالي، د لمر او هوا د داخلېدو سبب ګرځي.
دغه د ښاخونو پرې کول د نورو ډېرو ګټو ترڅنګ لاندې ګټې هم لري. لومړې: دا چې ټولټال به ورسره په ۱۷۲۰ هکتاره ځمکې کې کرل شوي زېتونو ونو ښاخونونه به پرې شي او په راتلونکي کې به د زېتونو حاصلات لوړ شي.
بله دا چې ځایِي خلکو ته به د کار زمینه برابره شي او یادو خلکو ته به ټولټال ۴۰۰۰ ټنه غنم ورکړل شي ( هره ورځ به یوه تن ته د ورځیني ښاخ پرې کولو په بدل کې به یو من غنم ورکړل شي).