چهارشنبه ۲۴ مرغومې ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت د مشرتابه په لارښوونه د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند، کرنیزو، تولیدي او تخنیکي کارونو ارزونه پیل شوه.
په دې تړاو د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو د همغږۍ او پراختیا مرستیال عبدالمومن منصور تر مشرۍ لاندې ټاکل شوي پلاوي، چې پکې ددې شرکت د املاکو، بشري سرچینو او تفتیش رییسان هم شامل دي ننګرهار ولایت ته سفر کړی او د ننګرهاروادي کرنیز شرکت د کارونو ارزونه ېې پېل کړې.
یاد پلاوی چې به د ننګرهاروادي کرنیز شرکت (کانال) ټولې اداري او تخنیکي چارې او پروژې وه ارزوي، په همدې موخه ېې تېره ورځ د کانال اړوند د کبانو له خوضونو، عبدالخېلو کې د مالټو له بڼونو، شته ځمکو او د تازه جوړیدونکې پنځه کیلومتره ویالې له چارو سربیره، له ځینو نورو برخو څخه له نږدې لیدنه وکړه او چارې ېې وه ارزولې.
د ملي پراختیا شرکت د تللي پلاوي مشر عبدالمومن منصور چې د ننګرهار کانال رییس عبدالقهار حیدري ېې هم ملتیا کوله د کارونو د ارزونې او ورڅخه د لیدنو په ترڅ کې، له نوموړي څخه وغوښتل چې د کانال ټولې اړوند چارې باید له معیارونو سره سم په خپل وخت سر ته ورسېږي.
د ننګرهار کانال رییس عبدالقهار حیدري هم تللي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې په خپل ټول توان سره هڅه کوي څو د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د پراختیا لپاره هلته ټولې تولیدي، کرنیزې او پروژه وي چارې په خپل وخت له معیارونو سره برابرې په دقت او سرعت سره سر ته ورسوي.