چهار شنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۹
ننګرهار ولایت کې کرنیزو محصولاتو او بڼدارۍ پراختیا ته، د ملي پراختیا شرکت او د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د رهبرۍ او مسئولینو د رښیتينې پاملرنې له امله، د ننګرهار کانال (وادي کرنیز شرکت) اړوند زیتونو بڼونو په حاصلاتو کې د ډيروالي اټکل کیږي.
د ننګرهار کانال مسئولین خوشبیني ښه يي چې سږ کال به د تېرو کلونو په پرتله د زېتونو حاصلات ډېر لوړ وي او دا کال به له څلورګونو فارمونو څخه شاوخوا ۵۰۰ ټنه زیتون راټول، چې له لسو ټنو څخه به ېې اچار او له پاتې نورو څخه به ېې تیل وویستل شي.
دمګړۍ د زیتونو راټولولو لړۍ روانه ده د اچارو د پروسس مرحله پای ته رسېدلې او د تېلو پروسس لړۍ دوام لري، چې په بشپړیدو سره به ېې هېوادوال د زېتونو کیفیت لرونکي سوچه او خالص تېل او اچار، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) له رسمي څانګو څخه ترلاسه کړي .
د یادونې وړ ده چې په ننګرهار ولایت کې د زیتونو دولتي بڼونه شاوخوا لس زره جریبه ځمکه په ځان کې رانغاړي او پکې د زیتونو څه کم دوه سوه اویا زره ونې شته چې نیمايي له پالنې وروسته په حاصل راغلي.