چهارشنبه ۲۲ سلواغه ۱۳۹۹
د ننګرهار وادی کرنیز شرکت “کانال” اړوند ۲۰ زره جریبه ځمکې خړوبولو په موخه د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت سره د لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده پروژه د اسیایي پراختیايي بانک په مالي لګښت، د هډې فارم په سیمه کې د سولر تختو په نصبولو د ۱.۲ میګاواټه بريښنا په ظرفیت سره د پنځو واټرپمپونو په وسیله به ۲۰ زره جریبه ځمکه خړوبوي
د یادې پروژې په پرانیستو سره به د ملی پراختیا شرکت د ننگرهار وادی کرنیز شرکت اړوند هډې فارم ځمکو حاصلات به څو چند زیات شي او ترې به ۲۰ زره کسان په مستقیم او ۸۶۰۰ کسان په غیر مستقیم توګه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د هډې فارم له ۴ زرو هکتاره ځمکې څخه یوازې ۱۶ سوه هکتاره ځمکه خړوبېده، چې د دې پروژې له پرانیستې څخه وروسته به ټول ۴ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي، چې له امله یې د سمسورتیا او د زراعتي محصولاتو په تولید کې به ډېروالی راشي.