سه شنبه ۲۶ کب ۱۳۹۹
د ننګرهار کانال شرکت مسوولین ددغه شرکت هډې فارم امریت دوهم بلاک کې د شنو خونو د حاصلاتو د رسېدو خبر ورکوي او وایي چې ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي.
د ننګرهار کانال شرکت سرپرست او مرستیال انجنیر ذبیح الله فضلي وايي، چې د ننګرهار کانال شرکت په شنوخونو کې بادرنګ، ټندۍ، دولمه مرچ، رومیان کرل شوي دي، چې اوس مهال د بادرنګو او ټنډیو حاصلات رسېدلي دي او نږدو ورځو کې به د درنو هېوادوالو خدمت ته هم وړاندې شي.
د فضلي په ټکو چې نورو کلونو کې به دهېواد دنورو ولایتونو تر څنګ ان له همسایه هېوادونو هم بادرنګ دې ولایت ته وارېدېدل، خوسږکال به د ننګرهار کانال شرکت د شنو خونو له دودېدو سره سم اوس د جلال آباد ښار هټیوال او د سبزیجاتو کاروباریان تر ډېره بریده اړنه وي ، چې د نورو ولایتونو او هېوادونو محصولات وپلوري او رايې وړي .
د فضلي په وینا : د ملي پراختیا شرکت برخې یانې ننګرهار کانال شرکت هلې ځلې کوي تر څو په هر موسم کې تازه سبزیجات مارکېټ ته وړاندې کړي. چې له نېکه مرغه سږکال د د هډې فارم بادرنګ، ټنډۍ او نور د کال په دې موسم کې بازار ته وړاندې شي .
د کرنې د برخې د کارپوهانو په وینا چې ننګرهار د هېواد په ختیځ کې پروت ولایت چې په زیاته اندازه خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي؛ که چېرې په دې ولایت کې شنې خونې زیاتې شې یاد ولایت به د سبو، سبزیجاتو او ترکاریو په برخه کې پر ځان بسیا شي او ورسره سم به کاري فرصتونه هم زیات شي.