دوشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۰
د هرات ولایت لوی جامع جومات چې د دې ولایت یو له ارزښتمنو او لرغونو آثارو څخه ګڼل کیږي،چې تاریخ په اوږدو کې یې لوړې او ژورې لیدلي او په مختلفو دورو کې څو ځله ترمیم او بیا رغول شوی هم دی.
اوس مهال د دې لویې لرغونې ودانۍ د بیارغونې کار او د چت بیارغونه چې د کلونو په تیریدو سره ېې ځیان لیدلی وو او ترمیمولو ته ېې اړتیا وه، د ملي پراختیا شرکت اړوند دافغاني ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي.
دغه جومات چې د په زړه پورې معمارۍ له امله نړیوال شهرت لري، د تاریخي اصل په ساتلو سره ېې بیا رغنیزې چارې په پوره دقت او احتیاط پرمخ روانې دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله ددې جومات ډیری رغنیزې چارې پرمخ تللي او اوسمهال ېې ګنبدې دسنتي خښتو په کارولو، د گنبدو شاوخوا پلسترکارۍ، دپیپونو نصبول، بریښنایي سیستم، په اساسي ډول دامنیتي کمرو دخونې جوړول او نورو اړینو برخو کارونه روان دي.
د هرات ولایت ددې لوی جامع جومات د بیا رغونې څه دپاسه ۳۱ میلیونه افغانۍ لګښت اټکل شوی، چې عملي چارې ېې د ملي پراختیا شرکت اړوند د افغاني ودانیز ریاست پرمخ وړي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به ېې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وس