د هرات لوی جومات چې د دې ولایت یو له ارزښتمنو او لرغونو آثارو څخه ګڼل کیږي، د تاریخ په اوږدو کې یې ډیر لوړې او ژورې لیدلي او په مختلفو دورو کې څو ځله ترمیم او بیا رغول شوی هم دی.

اوس مهال د دې لویې لرغونې ودانۍ د بیارغونې کار او د چت بیارغونه چې د کلونو په تیریدو سره ېې ځیان لیدلی وو او ترمیمولو ته ېې اړتیا درلوده، د ملي پراختیا شرکت لخوا پرمخ وړل کیږي.

دا جومات چې د زړه پورې معمارۍ له امله نړیوال شهرت لري، د تاریخي اصل په ساتلو سره ېې بیا رغول کیږي.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه ددې جومات۱۲ سلنه ودانیزې چارې پرمخ تللي او اوسمهال ېې د دېوالونو په خشتکارۍ، د گنبدو شاوخوا په پلسترکارۍ، نصبول ، بریښنایي سیستم او نورو اړینو برخو کارونه روان دي.

د هرات د لوی جومات بيارغونه چې له ۳۱میلیونو څخه ډيرې افغانۍ ېې لګښت اټکل شوی، عملي چارې ېې د ملي پراختیا شرکت افغاني ساختماني فرعی شرکت پرمخ وړي او تمه ده د روان کال د سلواغې میاشتې تر ۱۵نیټې پورې ېې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.