پنجشنبه ۲۵ مرغومې ۱۳۹۹
هغه مراسمو کې چې تیره ورځ د هرات ولایت کهسان ولسوالۍ کې د یو محراب جومات د عملي چارو د پیل په مناسبت جوړ شوي وو، په کې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ او د ملي پراختیا عملیاتي ادارې د استازو تر څنګ، ددې ولسوالۍ ولسوال، د امنیت آمر او ځايي چارواکو، مشرانو او منتفذینو برخه اخیستې وه.
د ملي پراختیا شرکت استازې ددې پروژې د ټولو چارو د تطبیق او تمویل په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال؛ د جومات کار پیل، د هیواد د ودانولو او فلاح په لور ګام وګاڼه.
همدا راز ولسوال د دې پروژې د هر څه ژر پلې کیدو غوښتنه وکړه او له مسئولینو څخه یې وغوښتل چې کارونه په معیارونو او تړون کې د ذکر شوي نورمونو سره سم ترسره کړي.
د مراسمو په پای کې د جومات د بنسټ ډبره په رسمي ډول کېښودل شوه او د دې پروژې انجنیرانو او کارګرو لخوا ېې ودانیز کارونه پیل شول.