شنبه ۱۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت د خپلو چټکو ودانیزو چوپړتیاوو په دوام، د کور جوړونې ریاست پرمټ د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې شپږ ټولګي درلودنکې ښوونځی جوړ او ودانیزې چارې ېې پای ته رسولي دي.
د ابوالفتح بُستي په نوم دا ښوونځی چې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ ېې کارونه بشپړ شوي، ودانۍ ېې په شاوخوا ۶۲۰ مربع متره مساحت ځمکه کې په یو پوړیز شکل جوړه او کارونه ېې پای ته رسیدلي.
سیمه کې پرتې کورنې د ښوونځي له جوړیدو خوښ دي او وايي چې د پوهنې دا مرکز به ېې د ښوونې او روزنې په هکله ستونزې او اړتیاوې حل کړي.