دوشنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۰
د غزني ولایت واغظ ولسوالۍ کې د حضرت بلال (رض) جامع جومات چې د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي رغنیزې چارې یې ښې پرمخ روانې دي.
دغه جومات په ۳ زره متر مربع مساحت ځمکه کې په دو پوړونو کې له ټولو اړینو ملحقاتو سره جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۶۰۰ تنه لمونځ کوونکو د ځایدو وړتیا ولري او مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې له خوا ورکول کیږي.
د یا دونې وړده چې د غزني ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د ورته جوماتونو د جوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت له لورې روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.