سه شنبه ۷ غویی ۱۴۰۰
د پروان پوهنتون د لیلېې ودانۍ چې له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې ودانیږي او د شاوخوا زر تنه محصلینو د ځاییدو وړتیا لري، تر دې مهال ېې په ودانیزو چارو کې ېې ۸۰ سلنه پرمختګ شوی.
ددې پروژې عملي چارې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه ریاست پرمخ وړي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي.
د ملي پراختیا شرکت زدکړالیانو د هوساینې په موخه ددې ودانۍ د ودانیزو چارو د پرمخ وړلو ترڅنګ، د یو شمیر نورو ولایتونو پوهنتونو کې، د ۱۸بابه لیلیو ودانولو عملي کارونه هم پرمخ وړي.