یکشنبه۲۳ لیندۍ ۱۳۹۹
دا روغتون، له پنځوس بسترو سربیره، د ایمرجنسي، اکسرې، لابراتوار، درملتون، پاملرنې، ریکاوري او عملیات مجهزه څانګې لري.
ددې پروژې ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت، د کورجوړونې تصدۍ پرمخ وړي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي.
یاد روغتون چې په نږدې ۱۵۰۰متر مربع مساحت ځمکه کې په یو پوړیز شکل جوړ شوی، د پلازمینه کابل په ولسوالیو کې د کویډ ۱۹د پنځو روغتونو له ډلې یو دی او د کرونا ناروغۍ د لمنځه تلو وروسته هم ددې سیمې اوسیدونکي کولی شي ورڅخه ګټه واخلي.