یکشنبه ۱۸ لړم ۱۳۹۹
د بی بی مهرو غونډۍ چې یو له پیژندل شوو او تاریخي غونډیو څخه ده او د پلازمینه کابل د مرکز شمال لور ته موقعیت او ډيرې کورنې په کې شتون لري؛ هلته د ملي پراختیا شرکت لخوا د دریو جوماتونو ودانیز کارونه بشپړیدو ته نږدې شوي چې ډير ژر به پرانیستل شي.
د امیر حمزه (رض) او نور په نوم جوماتونه په یو پوړیز او د امام حسن (رض) په نوم بل جومات په دوه پوړیز شکل جوړ شوی.
ددې جوماتونو ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا د لسهاوو ماهرو او غیرې ماهرو کارګرو پرمټ د ودانیزو معیارونو په پام کې نیول سره پرمخ وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټول هیواد کې د ملي پراختیا شرکت د بیلابیلو ودانیزو ریاستونو لخوا، په لسهاوو ودانیزو پروژو کارونه روان او څه ېې د بشپړیدو په حال کې دي، چې خلک ورڅخه خوښ او هرکلی ېې کوي.