پنجشنبه د ۱۴۰۰ د وري ۵ مه
ملي پراختیا شرکت د پلخمري ښار د اول نمبر برېښنا بند کانال ( اجمیر کانال) د پاکولو کار پیل کړی.
یاد کانال ۲۶ کیلو متر اوږدوالی لري، چې په پاکولو سره یې ۱۸۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه او د بند توربین د ۹ میګاواټو په ظرفیت سره بېرته فعاله شي.
همداراز په دې پروژه کې ۶ د کنټرول دروازې او د ۳۵ متر په اوږدوالي سره اوسپنییز کانکریتي دېوال هم جوړېږي.
د یاد کانال عملی چارې د ملي پراختیا شرکت د هلمند ودانیز شرکت لخوا، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په مالي لګښت پرمخ وړل کیږي.
ملي پراختیا شرکت د اوبو اړوندو پروژو جوړول او تطبیق د خپل کار په لومړیتوبونو کې نیولای او تر اوسه یې په لسګونو داسې پروژې جوړې کړې دي.