سه شنبه ۱۹ زمری ۱۴۰۰
د پولي تخنیک پوهنتون د تکنالوژۍ تدریسي ودانۍ د جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري پیل شوې.
د غه ودانۍ د ۴ زره تنه محصلينو دځایيدو وړتيا لري چې په پنځو پوړونو کې د ټولو اړینو ملحقاتو لکه: درسي خونې، کنفراس خونې، کمپیوتر لب، لابراتوار، شنه ساحه او نورو ټولو امکاناتو په درلودلو سره د جوړیدو په حال کې ده.
د یادې تدریسي ودانۍ مالي لګښت د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې له خوا ورکول کیږي.
د یادونې وړده چې څه موده وړاندې د پولي تخنیک پوهنتون چاپیریال ساتنې پوهنځي تدریسي ودانۍ د جوړولو چارې هم د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوې دي.