سه شنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰
د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د یو باب میلمستون د جوړولو چارې د بشپړیدو په حال کې دي چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه میلمستون د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لورې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت په څه د پاسه ۱۰۰۰ متر مربع ځمکه باندې، چې ۷۶ د خوب خونې، یوخوړنځای، دغونډو دوه لوی تالارونه، دوه پخلنځایونه، بیلابیلې اداري خونې او ګدامونو لري جوړ شوی چې ډیرژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړده چې په بیلابیلو ولایتونو کې دې ته ورته نور میلمستونونه هم د ملي پراختیا شرکت له لوري دجوړیدو په حال کې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.