یکشنبه ۲۴ کب ۱۳۹۹
په پرلپسې توګه د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د ۳۷۷ جوماتونو جوړلو په لړۍ کی، دا ځل د پکتیا ولایت په احمد خیلو ولسوالۍ کې د یوه جومات د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد جومات د کار پیل پرون شنبې د احمد خیلو د اوقافو مدیر، د بنائي ودانیز تصدۍ مسوولینو او سیمه ییزو مشرانو په شتون کې وشوه.
دا جومات د هغو ۳۷۷ جوماتونو له ډلې څخه یو دی، چې د هېواد په کچه په ټولو ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت لخوا د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي ملاټړ جوړېږي.
ددې ټولو جوماتونو ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنائي ودانیز تصدۍ لخوا پرمخ وړل کېږي، ددې ترڅنګ چې خلکو ته به کاري بوختیا رامنځته کړي په اړوند برخو کې به د خلکو ستونزې هم حل کړي.