چهار شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۹
دا جومات چې ښرنې ښار ته نږدې په دوه پوړونو کې ودان شوی، پاتې ودانیزې چارې به ېې هم په کم وخت کې پای ته ورسیږي.
ددې جومات عملي کارونه د ملي پراختیا شرکت اړوند د بنايي ودانیز شرکت لخوا پلې او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي.
دا جومات چې په یو وخت کې به د شاوخوا ۲۰۰۰ تنه لمونځ کوونکو د ځائیدو وړتیا ولري، د ملا امام لپاره د اوسیدو خونه، اودس ځای، تشنابونه او نورې اړینې آسانتیاوې لري.
له دې جومات سربیره پکتیکا ولایت او ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت لخوا په څو نورو ودانیزو پروژ هم کارونه روان دي.