سه شنبه ۳ وږی ۱۴۰۰
د ملي پراختيا شرکت رهبري پلاوي له بندونو او نورو بیلابیلو پروژو څخه دلیدنو په لړکې تیره ورځ پکتیکا ولایت کې د پلتوني اوبو زیرمه کولو بند څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رئیس عبدالرحمن عطاش، داسلامي امارت دپکتیکا ولایت استازو او ورسره مل پلاوي ګډون درلود.
د پلتوني بند چې د جیوتکنیکل ۱۱ تحقیقاتی څاګانو د کیندلو چارې یې بشپړې اوس مهال یې د ډیزاین چارې جریان لري.
دغه بند چې د ملي پراختیا شرکت هلمند ودانیز ریاست له لوري د پکتیکا مرکز ښرنې ښار په ۱۲ کیلو مترۍ کې د موسمي اوبو زیرمه کولو، کرهنې پراختیا او ځکمو خړو بولو په موخه جوړیږي، ۳۰ متره لوړوالی، ۲۶۰ متره اوږدوالی او ۱۱۲ متره پلنوالی به ولري.
یاد بند د ۸.۶ میلیون مترمکعب اوبو زیرمه کولو ظرفیت لري چې له جوړیدو وروسته به شاوخوا ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي .