سه شنبه ۲۰ لړم ۱۳۹۹
د ملي پراختیا پراختیا شرکت د کابل په چهار آسیاب ولسوالۍ کې یو باب ۵۰بستریز روغتون ودان کړی چې ودانیز کارونه ېې بشپړیدو ته نږدې شوي دي.
دا روغتون چې په ۲۲۰۰متر مربع مساحت ځمکه کې په یو پوړیز شکل د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي لګښت، د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا جوړیږي؛ د ایمرجنسي، اکسرې، لابراتوار، د بستر ۵۰ خونې، عملیات خونه او درملتون برخې لري.
د چهار آسیاب ولسوالۍ ۵۰ بستره روغتون په کابل ولایت کې د کویډ ۱۹ د پنځو روغتونو له ډلې څخه یو دی چې ودانیز کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت لخوا پلي کیږي.