چهار شنبه ۳۰تله ۱۳۹۹
ملي پراختیا شرکت د پلازمینې زون د پراختیا ادارې هغه پروژه په کاپیسا ولایت کې پلې کوي، چې سړک جوړونه، پلونه او پلچکونه، استنادي دیوالونه او ویالې په ځان کې رانغاړي.
دا ودانیزه پروژه چې ۲۴ میلیون افغانۍ ورته ځانګړې شوي او د کاپیسا ولایت د دوهمې حصې ولسوالۍ په مراد خواجه کلي کې پلې کیږي، ودانیزې او تخنیکي چارې ېې د ملي پراختیا شرکت پورې اړوند د افغاني ودانیز دستگاه پرمخ وړي.
دې پروژه کې د پلونو، پلچکونو او نورو اړوند برخو ترڅنګ، د څلورو مترو په پلنوالي څه کم دوه نیم کیلو متره سړک جوړونه شامله ده چې د لسهاوو مسلکي او غیرې مسلکي کارګرو لخوا پرې په چټکۍ کارونه روان دي او ډير ژر به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې د ملي پراختیا شرکت کاپیسا ولایت کې یو شمیر نورو ودانیزې پروژې هم تر کار لاندې لري چې بشپړیدو او پرانیستو سره به ېې د خلکو ستونزې حل شي.