چهار شنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۹
د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ کې د ملي پراختیا شرکت لخوا په یو محراب جومات ودانیز کارونه روان دي چې بنسټيز کارونه ېې کابو بشپړ شوي او په پاتې برخو ېې کارونه روان دي.
دا جومات چې تپه کې ښارګوټي ته څيرمه ودانیږي تر دې دمه ېې نږدې اویا سلنه ودانیز کارونه بشپړ شوي او پاتې کارونه به ېې په شاوخوا څلورو کاري میاشتو کې بشپړ شي.
یاد جومات د هغو ۳۷۷بابه جوماتونو څخه یو دی چې د ولسمشر په لارښوونه او جمهوري ریاست عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا ودانیږي.