د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش له پروژو څخه د لیدنو او ارزونو په لړ کې دا ځل د کمال خان بند د ترکو او قلعه افضل کانالونو له چارو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوی رییس د دې پروژې د چارو له پرمختګونو خوښي څرګنده کړه او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه ترڅو په چارو کې کیفیت، دقت او سرعت په پام کې ونیسي.

ښاغلي عبدالرحمن عطاش د کمال خان بند له کانالونو د لیدنې پرمهال زیاته کړه، دا پروژه یوه ملي پروژه ده او د افغانستان د خوړو خوندیتوب په کې نغښتی دی نو باید په دې برخه کې ډېره انرژي مصرف کړو.

د دې کانالونو د کیندنې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل کېږي، چې مالي بودیجه یې د افغانستان اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.

د یادولو وړ دی، دا کانالونه د کمال خان بند له اصلي کانالونو څخه دي، چې د ترکو او قلعه افضل کانالونو له جوړېدو وروسته به د څه باندې ۴۹ زره هکټاره وچو او بې حاصله ځمکو د خړوبولو تر څنګ  په نیمروز ولایت کې د کرنې د ودې او کارموندنې زمینه هم مساعده شي.