دوشنبه ۳۱وږی ۱۳۹۹
د کندز خان آباد ولسوالۍ مرکز کې د حضرت صاحب قاري جان آغا د لوی جومات په نوم د یو محراب جومات بنسټ ډبره د قومي مشرانو، علماوو، سپینږیرو او ځايي مسئولینو په شتون کې کیښودل شوه.
دا جوات چې په ۲۲۵متر مربع مساحت ځمکه کې په اته ضلعي شکل پوخ او اساسي جوړیږي، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت لخوا جوړیږي.
یاد جومات د هغو ۳۷۷ بابه جوماتونو له ډلې څخه دی چې د ټول هیواد په ولسوالیو کې جوړیږي، ودانیزې چارې به ېې یو کال وخت ونیسي.
د یادونې وړ ده د حضرت صاحب قاري جان آغا د کرز جومات مخکینۍ ودانۍ د سیمې د خلکو لخوا په غیرې معیاري یا خام شکل جوړه شوې وه، خو اوس ددې اړتیا وه چې په عصري او ساسي بڼه په لوی مساحت کې جوړه شي.