یکشنبه ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰
د کندهار ولایت په صنعتي پارکونو کې د داخلي سړکونو رغنیزې چارې په شوراندام سیمه کې پیل شوې.
دغه سړکونه په دوو فازونو(شمال او لودیځ) کې جوړیږي چې د لودیځ فاز اوږدوالی يې څه د پاسه ۳ کیلومتره او سور يې ۱۴ متره دی او د شمال سړک اوږوالی يې ۱۲ کیلو متره او سور يې ۹ متره دی.
یاد سړکونه د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يې د جهموري ریاست عملیاتي ادارې له خوا ورکول کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترینکوټ – شاولیکوټ ترمنځ د ۲۴ کیلومتره سړک دجوړیدو او سفالت چارې هم دملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوي دي