دوشنبه ۱۱ کب ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت لخوا د کنړ ولایت په مرکز کې، د یو باب جامع جومات ودانیزې چارې په بشړیدو دی.
یاد جومات د ولسمشر محمد اشرف غنی په لارښوونه، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا جوړیږي.
ددې جومات تر څنګ د کنړ ولایت په ولسوالیو کې هم د شپږ محرابه جوماتونو او یو شمیر نورو ودانیزو پروژو چارې روانې دي چې ځینې به ېې په راتلونکو څو میاشتو کې پرانیستل شي.